ژبه

کابل، افغانستان – د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په کابل کې په‌لاره اچول شوې غونډې کې د سوداګرۍ او مدیریت هغه روزنیز مواد چې د یادې ادارې له‌خوا د افغان تشبثونو سره د مرستې په موخه چمتو شوي وو خپاره کړل. په‌لاره اچول شوې غونډې کې د تشبثونو د ودې خدمتونو چمتوکوونکو افغان بنسټونو او د افغان خصوصي سکټور په استازیتوب ۱۵۰ تنو ګډون کړي وو.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې دغه روزنیز مواد د امریکا متحده ایالاتو د ارزونا ایالتی پوهنتون په مرسته د «دستیار» تر نامه لاندې (په پښتو کې « مرستیال ») چمتو کړي دي. دغه روزنیز مواد (دستیار) د خصوصي تشبثونو د ودې څخه د ملاتړ په موخه د تشبثونو خاوندانو، د تشبثونو د ودې خدمتونو چمتو کوونکو بنسټونو او د اړوندو شریکو غاړو د کارونې لپاره ډیزاین شوي دي. دستیار په افغانستان کې د تشبث د پیل څرنګوالي څخه نیولې د سوداګریز مدیریت عملي اړخونو پورې د سوداګرۍ مدیریت او ادارې اړوند ۱۴ بیلابیل مضمونونه رانغاړي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سرپرست ښاغلي جیفري کوهن په دې اړه وویل «د دغو روزنیزو موادو خپراوی د روزنیزو فرصتونو چمتوکولو او د بریالیو تشبثونو پیلولو برخه کې د مرستې چمتو‌کولو له لارې د افغان ښځو ژوند حالت ښه کولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ژمنه څرګندوي.»

دغو روزنیز موادو کې د فرضي حالاتو او پیښو ارزونې او تمرینونه اضافه شوي ترڅو د بیلابیلو کچو تشبثونو سره د سوداګرۍ مدیریت کړنلارو پوهې او کارونې برخه کې مرسته وکړي. د «دستیار» تر نامه لاندې دغه رونیز مواد په انګلیسي، دري، او پښتو ژبو چمتو شوي او د www.dastyar.af ویب پانډې څخه د لاسرسۍ وړ دي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې دغه روزنیز مواد د یادې ادارې د ښځو پیاوړتیا یوې پروژې په چوکاټ کې چمتو کړي ترڅو د افغان ښځو سره د هغوۍ د مهارتونو، غږ، او سرچینو ودې برخه کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شي چې د افغانستان اقتصادي ودې کې برخه واخلي. یاده پروژه د افغانستان پنځه لویو اقتصادي مرکزونو (کابل، هرات، مزارشریف، جلال‌آباد، او قندهار) کې د دفترونو په درلودو د افغانستان په ګوډ‌ګوډ کې فعالیت کوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.