د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانو ښځو د ژوند حالت ښه کولو په موخه د ښځو کرنیز پور شورا کوربتوب وکړ

USAID Hosts Women’s Agricultural Credit Shura in Mazar-E-Sharif to Improve Livelihoods for Afghan Women
USAID Hosts Women’s Agricultural Credit Shura in Mazar-E-Sharif to Improve Livelihoods for Afghan Women
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Thursday, August 17, 2017

بلخ، افغانستان –، پورونو ته د لاس‌رسی په برخه کې د افغانستان د ښځینه بزګرو او د هغو کرنیزو تشبثونو پر وړاندې چې د  ښځو اړوند دي لویه ستونزه د پورونه څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالی په اړه د سمې پوهې نه درلودل کنل کیږي چې دیرۍ وخت د تشبثونو د بندیدلو لامل کرځي.  د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID) په پام کې لري چې دغې برخې کې بدلون راولی او د دغو ښځو سره مرسته وکړي ترڅو خپل تشبثونه بریالي کړي.

دغې ستونزې ته په کتو، د چهارشنبه په ورځ، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د شمال زون د کرنې د پراختیا سیمه‌ایز پروګرام (RADP-N) د دغې ادارې د کرنیزو پورونو پیاوړتیا پروژې دوهم پړاو (ACE-II) په ملګرتیا سره د مزار‌شریف ښار کې د ښځو کرنیز پور شورا کوربتوب وکړ ترڅو د کرنیزو پورونو ترلاسه کولو لپاره د شته فرصتونو په اړه د ښځو مالومات لوړ کړي. دغې غونډې پورونو ته د غوښتنلیک سپارلو او د پورونو مدیریت په اړه عملي روزنو باندې تمرکز درلود. دغې غونډې کې په افغانستان کې میشت د وړو پورونو غورو بنسټونو او نورو مالي کارپوهانو ګډون کړی وو ترڅو د ګډونوالو سره مرسته وکړي.

د دغې غوندې د بحث وړ موصوعاتو کې: د ښځو اقتصادي حقونو، د پورونو شته ډولونو (دودیزه او اسلامي) او دا چې پورونه څنګه کولای شي چې د تشبثنونو او کروندو/فارمونو په ودې کې مرسته وکړي، ګډون درلود. ګډونوالو په ډله‌ایزو فعالیتونو کې هم برخه واخیسته، او د هغو ستونزو په اړه یي بحث وکړ چې ښځې ورسره د پور ترلاسه کولو په لړ کې مخ کیږي. د دي ترڅنګ ګډونوال وتوانیدل چې د یادو ستونزو په اړه د هغو ښځو سره خبري وکړي چې د پورونو ترلاسه کولو تجربه یي درلوده.

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي هربی سمیټ په دي اړه وویل «دغه یو مهم پروګرام دی چې ښځو ته مالي سهولتونه چمتو کوي ترڅو د خپل کورنیو ملاتړ وکړي او د دي ترڅنګ ښځو ته پوهنیز مهارتونه چمتو کوي ترڅو پوه شي چې د پور څخه څنګه ګټه پورته کړي او د بریا لپاره ولی پور حیاتی دی.» هغه زیاته کړه« موږ به د کرنیز سکتور متشبثو ښځو څخه د خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او هغو ته به اړین اسباب چمتو کړو ترڅو د خپل د ژوند حالت ښه کړي.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د شمال زون د کرنې د پراختیا سیمه‌ایز پروګرام (RADP-N) یو پنځه کلن پروګرام دی چې په غنمو، د انګورو او د خټکیو په څیر لوړ ارزښته محصولاتو او مالدارۍ باندې تمرکز کوي. دغه پروګرام د تولیدوونکو، اتحادیو، سوداګرو او کرنیزو تشبثونو سره مرسته کوي ترڅو د بازار اړتیاوي پوره کړي او د بزګرو او وړو، منځنیو او لویو تشبثونو ترمنځ د سوداګریزې اړیکې ټینګولو کې مرسته کوي ترڅو خصوصي سکتور پیاوړی شي او وده وکړي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کرنیزو پورونو پیاوړتیا پروژې (ACE) د کرنیزې ودې وجهي صندوق (ADF) رامنځته او په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان حکومت ته د دغه صندوق مسؤلیت تر لیږد پورې د دغه وجهې صندوق د مدیریت مسؤلیت ور په غاړه وو. د دغې پروژې تعقیبي پروژه (د کرنیزو پورونو پیاوړتیا پروژې دوهم پړاو/ACE-II) په پام کې لري چې د تیر پروګرام لاسته راوړنې پیاوړي کړي او د کرنې اړوند پورونو ته لاس‌رسی پراخ کړي ترڅو د یو پیاوړی کرنیز اقتصاد یو اړین شرط په توګه د وړو او منځنیو کروندو/فارمونو او کرنیزو تشبثونو سوداګریزه وړتیا لوړه کړي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: August 30, 2017

Share This Page