«د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې نړیوال نندارتون» د قراردادونو لاسلیک کیدو او سوداګریزو معاملو ترسره کیدو سره پای ته ورسید

Contracts and Deals signed as Curtain Closes at “India-Afghanistan International Trade and Investment Show”
Contracts and Deals signed as Curtain Closes at “India-Afghanistan International Trade and Investment Show”
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , سپټمبر 25, 2018

بمبيي، د ۲۰۱۸ کال سپټمبر میاشتې ۲۵مه – د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې دوهم کلنی نړیوال نندارتون د هند په بمبيي ایالت کې د ۲۰۰۰ پیرودونکو، پلورونکو، پانګوونکو او ننداره‌کوونکو ګډون سره د ۲۰۱۸ کال سپټمبر میاشتې په ۱۵مه په بریالۍ توګه پای ته ورسید. دغه نندارتون چې په بمبيي کې د سږکال لوی نندارتون په توګه وپیژندل شو د افغانستان، هند او د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې لا لارې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له‌خوا په لاره اچول شوی وو. دغه نندارتون د افغانستان او نړیوالو بازارونو ترمنځ د اقتصادي او پانګونې اړیکو پياوړتیا څرګنده کړه، او د تشبثونو یوځای کولو له لارې یې د مشارکتونو او ګډو تشبثونو (joint-venture) رامنځته کولو فرصتونه او په مصرف‌کوونکو د مستقیم پلور زمینه برابره کړه.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي هربي سمیټ په دي اړه وویل «هیله کووم چې د سوداګرۍ او پانګونې دغه نندارتون په افغانستان کې د یوې روښانه راتلونکې رامنځته کیدو لپاره د یوې نوي لارې موندلو کې بریالی شوی وي. هیله کوم دغه نندارتون ستاسو روحیه پیاوړي کړي وي او په دي پوه شوي اوسي چې د ټولو ننګونو ترڅنګ رښتني فرصتونه هم شته.»

د دغه نندارتون دویم کال غونډې کې د افغانستان څخه د ښځینه متشبثینو په ګډون د شاوخواه ۲۰۰ تشبثونو او صنایعو مشرانو ګډون کری وو، چې د کرنې، انرژۍ، روغتیا، ښوونې او روزنې، کانونو، درندو صنایعو، او زینتي توکو سکټورونو څخه یې د افغانستان لوړ کیفیت لرونکي محصولات، خدمات او تشبثي فرصتونه نندارې ته وړاندې کړل. سږکال، ۱۶۶ تایید شوې معاملې او د ۶۰۰ څخه زیات هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د غونډې نورو مهمو برخو کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومی له‌خوا د افغانستان دولت او خصوصي سکټور او د هندي او افغاني متشبثینو ترمنځ د بیلابیلو مشارکتونو اعلان، او «د افغانستان خزانې» تر نامه لاندې د یو نوي برنډ پرانیستل چې د افغانستان ورېښمو لارې میراث به نندارې ته وړاندې کوي، ګډون درلود. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې «افغانستان کې تشبثي چارو ترسره‌ کولو» تر نامه لاندې یو شمیر روزنیز ګردي میزونه په لاره واچول.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره په پام کې لري چې ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې دغه شان بل نندارتون په لاره واچوي.

د سوکالۍ په لور: د هند– افغانستان سوداګرۍ او پانګونې نړیوال نندارتون په اړه د لانورو مالوماتو ترلاسه کولو په موخه د دغې ویب‌پانې څخه لیدنه وکړئ: https://www.passage2prosperity.com

د ټولنیزو رسنیو لاندې پتو باندې موږ سره اوسئ:

فیس‌بوک: Passage2Prosperity@

ټویټر: P2PAfghanistan@

د سوکالۍ په لور نندارتون په اړه لنډ مالومات

«د سوکالۍ په لور» د افغانستان – هند سوداګرۍ او پانګونې نړیوال نندارتون دی چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د افغانستان او هند حکومتونو سره په همغږۍ په لاره اچول کیږي. د دغه کلني نندارتون دوهم پړاو افغانستان ته یو موکه برابروي ترڅو خپل غوره محصولات، خدمات، او تشبثونه نړیوالو تشبثونو او پیرودونکو نندارې ته وړاندي کړي. دغه نندارتون نړیوالو تشبثونو ته یوه بې‌سارې موکه چمتو کوي ترڅو د افغانستان خصوصي سکټور سره په مستقیمه توګه په اړیکه شي او د پیاوړو اقتصادونو، کاري فرصتونو او د ګډون‌کوونکو هیوادونو ترمنځ د ژورو اقتصادي اړیکو رامنځته کولو لپاره بنسټ کیږدي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په اړه لنډ مالومات

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د نړیوالو پراختیايي چارو لپاره د امریکا متحده ایالاتو حکومت اصلي اداره ده. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیت او اقتصادي سوکالۍ لپاره کار کوی، د امریکا ولس سخاوت څرګندوي او د دغې ادارې مرستو ترلاسه کوونکو ته زمینه برابروي چې ځان‌بسیاینې او ثبات ته ورسیږي.

د لا نورو مالوماتو لپاره په لاندې پتو او شمېرو زموږ سره په اړیکه شئ:

جوسفین کمارا

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د عامه اړیکو کارپوه

KblAIDDoc@usaid.gov | 0711116802

جیسن ډوپانټ

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د عامه اړیکو همغږی کوونکی

KblAIDDoc@usaid.gov | 0700234215

Last updated: July 24, 2019

Share This Page