د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان ۱۰ نورو ښاروالیو ته خپل ملاتړ غځوي

U.S. Government Announces Additional Support to 10 Municipalities in Afghanistan
U.S. Government Announces Additional Support to 10 Municipalities in Afghanistan
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

پنج شنبه , اکټوبر 4, 2018

کابل افغانستان – په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلې جان آر. بس د افغانستان ۱۰ نورو ښاروالیو ته د امریکا متحده ایالاتو مرستو غځیدل اعلان کړل. د دي سره به د امریکا متحده ایالاتو د شهر (د افغانانو هیلې او پایښت لپاره د پیاوړو مرکزونو) پروژې تر ملاتړ ښاروالیو شمېر ۳۰ ته لوړیږي. د شهر پروژه د خپل ملاتړ لاندې ښاروالیو حساب‌ورکونې او روڼتیا ښه‌کولو باندې کار کوي. د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس دغه مرستې د ښاروالانو دریم ملي کانفرانس د پای ‌غونډې په لړ کې اعلان کړي. یاد کانفرانس د سیمه‌ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له‌خوا او د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته په لاره اچول شوی وو.

د ښاروالانو دغه کانفرانس کې چې د روان کال آکټوبر میاشتې لمړۍ تر څلورمې نیټې په لړ کې رامنځته شوی وو د ۳۳ ولایتونو د ښاروالیو ښاروالانو او د ښاروالیو مشورتي بورډونو مرستیال رئیسانو ګډون کری وو. په دغه کانفرانس کې د کابل ښاروالۍ اته ناحیو رئیسانو په ګډون د «ښاري حکومتوالۍ کې د افغانو ښځو ملي شبکې» تر نامه لاندې د نوي شبکې اجرائیه کمیټې غړو هم ګډون کړۍ وو. د کانفرانس نورو ګډونوالو په ډلې کې د سیمه‌ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، د ښاروالیو چارو معینیت، او د شهر پروژې کارکوونکو ګډون درلود. د غونډې په لړ کې ښاروالانو د خپل لاسته‌راوړنو، ننګونو، ښاروالیو کې د حکومتوالۍ او خدمتونو چمتو کولو بهیر لا ښه‌کیدو په اړه د خپل سپارښتنو په اړه مالومات وړاندې کړل.

د ښاروالیو چارو معین ښاغلي عبدالباقی پوپل وویل «کافي عواید د ښې حکومتوالۍ د بنسټ حیثیت لري، ځکه چې موږ ته زمینه برابروي چې وړ کارکوونکي وګمارو، د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو څخه ملاتړ لپاره اړینه زیربنا چمتو کړو، او د ښاریانو رضایت کچه او ښاروالیو مشروعیت باندې د هغوی د باور کچه لوړه کړو.»

«ښاري حکومتوالۍ کې د افغانو ښځو ملي شبکې» اجرائیه او رهبرۍ کمیټو رئیسې اغلې حمیرا ثاقب وویل «د نورو هیوادونو تاریخ ورښودلې چې په مدنې چارو کې د ښځو بشپړ ګډون پرته بل هیڅ شی نشي کولای چې په چټکه توګه د حکومت روڼتیا او حساب‌ورکونه پیاوړي، د خدمتونو ارائیه ښه، اقتصادي وده چټکه، او ثبات او امنیت ټینګ کړي.»

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: July 03, 2019

Share This Page