په افغانستان کې د تشبثاتو د تاسیس د انقلاب سره د نوو ښځینه متشبثینو یوځای کیدل

For Immediate Release

Thursday, اکټوبر 19, 2017

کابل، افغانستان – نن ورځ د ځوانو متشبثو ښځو لومړنۍ ډله د Startup Valley  د پروګرام څخه چې په افغانستان کې د تشبثاتو د ودې او پرمختګ لومړنی خصوصي مرکز دی، فارغې شوې. د دغه مرکز چارې چې د امریکې متحده ایالتونو نړیوالې پرمختیایي ادارې د پروموټ پروګرام په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژې (WIE) په ملاتړ د اغېز د مسلکي  خدمتونو د شرکت له خوا پرمخ بېول کېږي، په ځوانانو په ځانګړې ډول  د پوهنتون څخه د فارغیدونکو ښځو، د سوداګرۍ ذهنېت ته وده ورکوي. دغه پروګرام ته ۱۵۰ تنو غوښتنلېکونه استولي وه چې له پوره غور وروسته ۳۰ تنه یې غوره شول چې لدې ډلې ۱۷ تنو یې د تشبثاتو د ودې او پرمختګ دغه پروګرام بشپړ کړ چې اوس دې ته چمتو دي چې د بزنس اړوندې خپلې نظریې بازار ته  وړاندې کړي.

د امریکې متحده ایالتونو نړیوالي پرمختیایي ادارې د جندر د څانګې رئیسه سوسن ډي کېمپ وایي،"ځوانې سوداګرې د هېواد راتلونکی  او  په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او پاېښت په لومړي سر کې ځای لري. موږ دې ځوانو ښځو ته د هغوی د زیار وېستلو او سوداګرېز لېدلوري مبارکي وایو."

د نوو شرکتونو له ډلې لسو یې چې په کابل کې شتون لري، له وړاندې خپل نومونه ثبت او راجسټر کړي دي او عواېد ترلاسه کوي او پاتې نور یې د ګډون او یوځای کېدلو په حال کې دي. د بزنس پدې نوو نظرېو کې ډېر څه شامل دي چې د بېلګې په توګه د  ګرځنده ټېلېفونو د اپلېکېشنونو، د ښځو لپاره روغتیایي مرکز، د چاپېریال د زرغونتیا چوپړتیاوو او د تخمونو او کرنې په برخو کې پانګونې نومونه اخېستلای شو. Startup Valley او په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژه به له هغوی سره د شپږو نورو میاشتو لپاره مرسته او همکاري وکړي چې په دې مرستو کې به د سلا او مشورې چوپړتیاوې، شبکه جوړونه،د دفتر لپاره د ځای چمتو کول او نورې اړونده تخنیکي مرستې شامل وي.

د ښځېنه سوداګرو دوېمه ۲۶ کسیزه ډله د Startup Valley د پروګرام په دوېمه دوره کې د ګډون لپاره چمتو ده. دوی به د خپلې ودې او پرمختګ د دغه پنځه میاشتني کورس په دوران کې د نوي  تاسیس شوو تشبثاتو په غونډو کې ګډون وکړي، لارښوونې او سلا مشورې به ترلاسه او د هغو سوداګرو سره چې له وړاندې یې د نوو سوداګرېو د پېلولو او پرمخ بېولو په برخه کې لارښوونې او سلا مشورې ترلاسه کړي دي، د شبکې جوړولو او زده کړې په په فرصتونو کې ګډون وکړي. زده کوونکي به خپلو نظریاتو ته عملي بڼه ورکړي، د سوداګرۍ موډولونه به جوړ او رامېنځته کړي، د بازار په اړه به څېړنه ترسره کړي، ارزښت لرونکو تولېداتو ته به پراختیا ورکړي او په پای کې به خپل نوي تاسیس شوي تشبثات وړاندې او  ور وپېژني.

د اغېز د مسلکي چوپړتیاوو د شرکت رئیس احمد فهیم دیدار وایي، "موږ باور لرو چې په افغانستان کې د نوو تاسیس شوو تشبثاتو چاپېریال ته په ودې ورکولو سره به د بې کارۍ د کچې راټېتولو له لارې د هېواد له اقتصادي ودې او پرمختګ سره مرسته او همکاري وکړو ځکه چې د نوو تاسیس شوو شرکتونو زیاتوالی د کاري فرصتونو د رامېنځته کولو سبب ګرځي."

د امریکې متحده ایالتونو نړیواله پرمختیایي اداره د ۲۰۰۲ زېږدیز کال راهېسې په افغانستان کې په پراختیایي پروګرامونو باندې نږدې ۱۷ میلیارده امریکایي ډالرو په لګولو سره په افغانستان کې د دوه اړخیزه ملکي مرستو تر ټولو ستر پروګرام پر مخ بیايي. د امریکي متحده ایالتونو نړیواله پرمختیایي اداره د افغانستان له حکومت او وګړو سره د هېواد د خصوصي سکټور تر مشرتابه لاندې اقتصادي ودې په هکله ډاډ ترلاسه کولو، د قانون تر حاکمېت لاندې د یو وړ او ډېموکراتيک دولت بنسټ اېښودلو او ټولو افغانانو ته د روغتیا او پوهنې په برخو کې د لومړنېو چوپړتیاوو د چمتو کولو په موخه په ګډه کار کوي.

Last updated: November 07, 2017

Share This Page