د امریکا نړیواله پراختیایي اداره کرنیزو پورونو ته د لاس‌رسی په موخه د افغانستان ښځې پیاوړې کړي

For Immediate Release

Wednesday, November 29, 2017

هرات، افغانستان – په افغانستان کې د ښځینه بزګرو او د هغو کرنیزو تشبثونو پر وړاندې چې د  ښځو اړوند دي یوه لویه ستونزه پورونو ته د لاس‌رسی نه درلودل ګنل کیږي. سر بیره پر دي، ډیرۍ ښځې په دي نه پوهیږي چې پورونه د هغوي د تشبث د ودې او پراختیا سره څنګه مرسته کولای شي.

د دغې ستونزې د هوارولو په موخه د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې(USAID) د کرنیز پور پیاوړتیا پروژې دوهم پړاو (ACE-II) په هرات ولایت کې د ښځو کرنیز پور دریمې ناستې کوربتوب په غاړه واخیست ترڅو د کرنیز پورونو په اړه پوهاوی لوړ کړي. دغې یوې ورځنۍ غونډې کې په افغانستان کې میشته د وړو پورونو غورو بنسټونو او نورو مالي کارپوهانو ګډون کړی وو ترڅو د ښځو سره خپل مالومات او تجربې شریکې وکړي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربي سمیټ په دي اړه وویل «د کرنیزو توکو د تولید د کچې لوړول تر اوسه هم د افغانستان د اقتصاد یوې اساسي برخې په توګه ګنل کیږي او د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره پورونو ته لاس‌رسی یو اساسی شرط بلل کیږي.»

دغې غونډې کې  ښځو د پورونو غوښتنې بهیر او د پورونو مدیریت په اړه عملي روزنې ترلاسه کړي. د دي ترڅنګ ګډونوالو ته د ښځو اقتصادي حقوقو، د پورونو شته ډولونو (دودیزه او اسلامی) او د دي په اړه چې پورونه څنګه کولای شي چې د تشبثونو او کروندو/فارمونو د تولیداتو کچې لوړولو کې مرسته وکړي، مالومات وړاندې شول.

د ښځو کرنیز پور شورا پروګرام چې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې پلي کیږي،  دغه مفکورې چې «کرنیز پورونه د کرنیز سکټور لپاره مناسبه موکې دي او دا چې کرنیزو پورونو او مالي خدمتونو کې د ښځو ګډون د افغانستان کرنیز سکټور دوامداره وده تضمین کوي» پیاوړې کوي. د هرات ولایت چارواکي او د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کرنیز پور پیاوړتیا پروژه(ACE)  په پام کې لري چې د وړو او منځنیو کروندو/فارمونو او کرنیزو تشبثونو د سوداګریزۍ وړتیا لوړولو په موخه چې د یو ځلانده کرنیز بنسټه اقتصاد لپاره یو اړین شرط بلل کیږي، کرنیزو چارو اړوند پورونو ته لاس‌رسی پراخ کړي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: December 11, 2017

Share This Page