د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانو ښځو سره مرسته وکړه ترڅو مالي سکټور ته لاره ومومي

USAID Helps Afghan Women Enter the Financial Sector
USAID Helps Afghan Women Enter the Financial Sector
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Tuesday, November 27, 2018

کابل، افغانستان – نن، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ پروګرام په اقتصادي چارو کې د ښځو پروژې د کوچنیو پورونو انستټیوټ روزنیز پروګرام څخه ۱۰۲ ځوانې افغانې ښځې فارغ شوي. دغه ښځې د شاګردۍ (د کار زده‌کړې) پروګرام دوهمې دورې فارغانې دي، د یاد پروګرام څخه چې د افغانستان کوچنیو پورونو ټولنې له لارې پلي کیږي تر دې دمه ټول‌ټال ۱۷۷ ښځې فارغ شوي. دغه پروګرام ښځې په هغو تخنیکي او مدیریتي مهارتونو سمبالوي چې د بانکدارۍ او کوچنیو پورونو سکټور کې د دندې ترسره کولو لپاره اړین بلل کیږي.

د افغانستان کوچنیو پورونو ټولنه (AMA) چې د ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتې راهیسي په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې فعالیت کوي، توانیدلې چې د کوچنیو پورونو روزنیز پروګرام ګډونوالې د افغانستان د کوچنیو پورونو لمړنی بانک (FMFB)، د افغان کلیو پورونو کمپنۍ(ARFC)، او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مرستو بنسټ (FINCA)، تر څنګ د اوکسوس (OXUS)، متحد، هنډ – ان – هنډ (Hand in Hand)، او اکس‌چنج‌زون(Exchangerzone) بنسټونو کې د عملي زده‌کړو لپاره ځای‌ پر ځای کړي. د یادو ښځو ډلې څخه ۵۴ ښځې توانیدلي چې په یادو بنسټونو کې دایمي دندې ترلاسه کړي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د جندر دفتر رئیسې آغلې سوسن دي‌کمپ په دي اړه وویل «مالي سرچینو ته د ښځو اړوند تشبثونو او آزاد کاروبار لرونکو ښځو لاس‌رسي پراخولو لپاره یو مهم ګام د سوداګریزو پورونو، بانکدارۍ او د کوچنیو پورونو بنسټونو په منځنیو او لوړو پورو بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول ګڼل کیږي» هغې زیاته کړه « په مالي سکټور کې او په ځانګړې توګه په پریکړه نیوونکو بستونو او د پور ورکولو اړوند بستونو کې د ښځو د شمېر زیاتول، ښځو ته لاره هواروي ترڅو مالي خدمتونه په آسانه توګه ترلاسه کړي.»

د افغانستان د کوچنیو پورونو د ټولنې اجرائیه رئیس ښاغلي نجیب الله صمیم په دي اړه وویل «دغه پروګرام په مالي سکټور کې د ښځېنه کارکوونکو د شمېر د زیاتولو سربېره د کوچنیو پورونو هغو بنسټونو ته چې زمونږ غړیتوب لري دا موکه چمتو کوي چې روزل شوې او ژمنې ښځینه کارکوونکې وګماري ترڅو د هغوی سره مرسته وکړي چې ښځینه سوداګرو ته غوره مالي خدمتونه چمتو کړي.»

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې پروموټ پروګرام: د ښځو پیاوړتیا یو پروګرام دی چې لاندې څلور پروژې رانغاړي: د ښځو د مشرتابه (رهبرۍ) پراختیا پروژه، "ښځې په حکومت کې" پروژه ، "ښځې په اقتصاد کې" پروژه ، او "مشارکت" یا د ښځو حقونو ملاتړو مدنې ټولنو ائتلافونو پروژه. دغه پنځه کلن پروګرام چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی تر دې دمه د ۵۰۰۰۰ ځوانو افغانو ښځو سره مرسته کړي.

د پروموټ ښځې په اقتصاد کې پروژه د هغو تشبثونو سره مرسته کوي چې د ښځو تر مالکیت لاندې وي او یا ښځې یې ګمارلې وي ترڅو د عوایدو لوړیدو کچه او تشبثي ثبات یې زیاته شي. دغه پروژه د دي ترڅنګ د دندو او مسلک اړوند مشورو او د کارځای مهارتونو ودې له لارې د افغانو ښځو سره مرسته کوي ترڅو نوي یا غوره دندې ومومي.

د پروموټ پروګرام په اړه خپل نظر را استولو په موخه په دغې برېښنایي پتې زموږ سره په اړیکه شئ: KBLPromote@usaid.gov

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او روزنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: November 28, 2018

Share This Page