د هرات پوهنتون د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته د بازار اړتیاوو په بنسټ د لوړو زده‌کړو درې نوي پروګرامونه پیل کړل

For Immediate Release

Monday, November 27, 2017

کابل، افغانستان – د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې(USAID) او د افغانستان حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په مرسته د هرات پوهنتون کې د محصلینو لپاره په درې نويو پروګرامونو کې چې د سوداګرۍ ادارې ماسټري پروګرام؛ د سوداګرۍ ادارې نیمه عالي پروګرام او د خوړو ټکنالوژۍ لیسانس پروګرام رانغاړي، د لوړو زده‌کړو ترلاسه کولو زمینه برابره شوه.

دغه پروګرامونه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پوهنتونونو ملاتړ او د کاري ځواک د پیاوړتیا پروګرام(USAID/USWDP) په مرسته پیل شول. د پوهنتونونو ملاتړ او د کاري ځواک د پیاوړتیا پروګرام همکارو پوهنتونونو ( د ماساچوستس(Massachusetts) پوهنتون او د پرډو(Purdue) پوهنتون) د هرات پوهنتون سره مرسته وکړه ترڅو دغه پروګرامونه د نړیوالو منل شویو معیارونو سره په همغږۍ پیل کړي.

د سوداګرۍ ادارې ماسټري پروګرام په عامه او خصوصي سکټورونو کې لمړنیو مدیریتي، ستراتیژیکو، او څیړنیزو مهارتونو ته د شته اړتیاوو پوره کولو په موخه پیل شو. د خوړو ټکنالوژۍ لیسانس پروګرام محصلین د افغانستان په خوړو صنعت کې د دندې ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي. دغه پروګرام د خوړو علم او ټکنالوژۍ اساساتو او اړوندو عملي مهارتونو په اړه محصلینو ته یو پیاوړۍ علمي بنسټ چمتو کوي. د سوداګرۍ ادارې نیمه عالي پروګرام چې یو دوه نیم کلن پروګرام دی له دي لپاره ډیزاین شوی ترڅو د افغانستان د کار بازار اړتیاوو پوره کولو په موخه محصلین په ځانګړو تخنیکي او اداري مهارتونو سمبال کړي.

د هرات والي ښاغلي محمد آصف رحیمي په دي اړه وویل«د هیواد اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره د لوړو زده‌کړو نویو پروګرامونو پیل کول یو اساسي ګام بلل کیږي، او د دغو پروګرامونو رامنځته کولو څخه د ملاتړ په موخه د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پوهنتونو ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام او د یاد پروګرام ملګرو پوهنتونونو هڅو څخه مننه کوم.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربي سمیټ په دي اړه وویل «د لوړو زده‌کړو لپاره په ځانګړي توګه د سوداګرۍ ادارې په برخه کې د افغانستان محصلینو ته د غوراوي لانورو چانسونو په چمتوکولو سره محصلینو ته یوه لویه موکه چمتو کیږي ترڅو د ملي بریالیتونونو روانې لړۍ کې په پراخه کچه برخه واخلي.»

د تیرو څلورو کلونو په لړ کې، د پوهنتونونو ملاتړ او د کاري ځواک د پیاوړتیا پروژې د لوړو زده‌کړو وزارت، هرات پوهنتون او د افغانستان لس نورو دولتي پوهنتونونو سره د کاري ځواک اړوند شته پوهنځیو څخه د ملاتړ او د ۳۲ نویو پوهنځیو رامنځته کولو برخه کې ملګرتیا کړي. دغه نوي پوهنځي د افغانستان ځوانانو وړتیاوو ته وده ورکوي او هغوي د دندو تر سره کولو او د هغو بنسټونو مشرتابه لپاره چمتو کوي کوم چې د افغانستان ودې کې ونډه لري.

د بهرنیو او افغانو پوهنتونونو ترمنځ ملګرتیا د افغانستان د لوړو زده‌کړو پروګرامونو ودې څخه د پوهنتونونو ملاتړ او د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام ملاتړ یوه ارزښت‌منه برخه جوړوي. د دغو ملګرتیاوو له لارې د هیواد پوهنتونونو په اکاډمیکو او اداري برخو کې د پرمختګونو او سمونونو رامنځته کیدو تمه کیږي، ترڅو د کار په سیمه‌ایزو او نړیوالو بازارونو کې د افغانستان پوهنتونونو فارغانو رقابتي وړتیا لوړه کړي چې دغه کار به د هیواد اقتصادي او ټولنېزې ودې سره مرسته وکړي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: December 11, 2017

Share This Page