ښځینه متشبثینې د افغانستان یو بیل انځور نندارې ته وړاندې کوي

Female Entrepreneurs Changing the Narrative About Afghanistan
Female Entrepreneurs Changing the Narrative About Afghanistan
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Tuesday, مې 15, 2018

کابل، افغانستان – د افغانستان د تشبثي روزنې لمړنی خصوصي مرکز (سټارتپ ولي/Startup Valley) څخه د ښځینه متشبثینو دویمه ۲۲ کسیزه ډله فارغ شوه. دغه نوې فارغانې چمتو دي چې د خپل تشبثي مفکورې د کار بازار ته وړاندې کړي. دغه کورس چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ پروګرام "په اقتصاد کې ښځې" پروژې په مرسته د اغیز (AGHAEZ) مسلکي خدماتو بنسټ له لارې پلي کیږي یادو ځوانو متشبثینو ته د تیرو پنځو میاشتو په لړ کې روزنې، مشورې، او د اړیکو ټینګولو او زده‌کړو فرصتونه چمتو کړي. فارغ شویو ځوانو متشبثینو ته موکه چمتو شوه ترڅو د ستارتپ ولي " Startup Valley" نورو ګټه‌اخیستونکو سره چې د تشبثونو پیل بهیرونه یې تجربه کړي هم خبرې اترې وکړي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د جندر دفتر رئیسې اغلې سوسن دي‌کمپ په دې اړه وویل « ځوان متشبثین د هیواد راتلونکي ګنل کیږي او د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لمړي کرښه جوړوي. موږ د دغو ځوانو ښځو سخت‌کار او تشبثي لیدلور ستاینه کوو.»

د فارغانو نویو تشبثي مفکورو کې د کاڼه کسانو لپاره د کمپیوتر روزنیز مرکز پرانیستلو څخه په طبیعي توګه د مربا تولید، د مړزانو ساتنې فارمونو په لاره اچولو پورې پراخ شمیر موضوعاتو ګډون درلود. د ستارتپ ولي او "په اقتصاد کې ښځې" پروژه به تر شپږو میاشتو یادو متشبثینو ته مشورتي او تخنیکي ملاتړ چمتو کړي.

د اغیز مسلکي خدمتونو بنسټ اجرائي رئیس ښاغلي احمد فهیم دیدار په دې اړه وویل «په داسي اساس وخت کې چې زموږ نوی نسل د نوښت او ټولنیزو تشبثونو له لارې د افغانستان اقتصاد پرمختګ باندې فکر کوي، په ځوانانو کې د کار رامنځته کولو ذهنیت رامنځته کول او د هغه وده به د افغانستان په اړه یو بیل انځور نړۍ ته وړاندي کړي.»

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د پروموټ پروګرام "په اقتصاد کې ښځې" پروژه یوه څلور کلنه پروژه ده چې د ښځو اړوند او هغو تشبثونو سره چې ښځې ګماري مرسته کوي ترڅو چارې یې ښې، د عوایدو ودې کچه یې لوړه او تشبثونه یي پایونکي شي. د دي تر څنګ، یاده پروژه د مسلک او دندې اړوند مشورو او د کارځای مهارتونو ودې له لارې د ښځو څخه ملاتړ کوي ترڅو نوې او ښې دندې ومومي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: November 28, 2018

Share This Page