د لوړو زده‌کړو وزارت د لمریزې برېښنا سیستم څخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ملاتړ

USAID Supports Ministry of Higher Education’s Solar Energy System
USAID Supports Ministry of Higher Education’s Solar Energy System
USAID Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , 12 مارچ , 2019

کابل، افغانستان – د لوړو ‌زده‌کړو وزارت د لمریزې برېښنا سیستم په لاره واچوو ترڅو د وزارت د مالوماتو او ارتباطاتو تکنالوژۍ سیستم ته اړینه برېښنا چمتو کړي.

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې رئیس ښاغلي پیټر ناتيالو په دي اړه وویل «د برېښنا کمښت هغه چاري ځنډوي چې د پوهنتون سیستم لپاره اړینې دي.» هغه زیاته کړه «د امریکا نړیواله پراختیايي اداره ویاړي چې د مالوماتو او تکنالوژۍ سیستم د مداوم چلند څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د لمریزې برېښنا په شان د نوښتګره حل لارو څخه ملاتړ کوي.»

د لمریزې برېښنا دغه مډرن سیستم به د وزارت د مالوماتو او تکنالوژۍ سیستم ته برېښنا چمتو کړي ترڅو د سیستم چلند د اعتماد کچه زیاته او د برېښنا نشتون ستونزه حل شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر ښاغلي نجیب‌الله خواجه‌عمري د یاد سیستم پرانیست غونډې کې وویل «د لمریزې برېښنا سیستم د مالوماتو او تکنالوژۍ ټولو سیستمونو او ډاټابیسونو سم چلند لپاره حیاتي ارزښت لري. د احتیاطی برېښنا دغه سیستم ساتنه خورا اسانه ده او د دي ترڅنګ پاکه انرژي چمتو کوي چې چاپیریال ته هم زیان نه رسوي.»

د مالوماتو او تکنالوژۍ سیستم چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا رامنځته شوی، د برېښنايي حاضري، د یو واحد کمپیوټري مډیریت سیستم، د کانکور ازموینې سیستم او د مالوماتو او ویب‌پاڼې مدیریت لپاره د مالوماتو مدیریت سیستم په ګډون هغه بیلابیل ډیجیتلي سیستمونه رانغاړي چې د لوړو زده‌کړو وزارت کې په لاره اچول شوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: February 18, 2020

Share This Page