د افغانستان ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د خدمت لپاره د ۴۰۰ افغانو ښځو چمتوالی

400 Afghan Women Ready For Afghan Civil Service
400 Afghan Women Ready For Afghan Civil Service
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

سه شنبه , جولاي 2, 2019

کابل، افغانستان – نن، ۴۰۰ افغان ښځې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ملکي خدمتونو د روزنو پروګرام څخه فارغ شوې. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کار زده‌کړې پروګرام دغه ښځې په اړینې پوهې او مهارتونو باندې سمبال کړي ترڅو وکولای شي چې د افغانستان ملکي خدمتونو په چوکاټ کې افغان ولس ته په بریالۍ توګه خدمت وکړي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ياد پروګرام هیله‌مند دی چې په نږدي راتلونکي کې د پروګرام پراخ شمېر فارغانې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې دندو باندې وګمارل شي.

سلسله صافی د پروګرام یوې فارغې د خپل وینا په لړ کې وویل «هغو روزنو چې ما د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د کار زده‌کړې پروګرام په لړ کې ترلاسه کړي وي ما سره مرسته وکړه چې د افغانستان په ملکي خدمتونو کې یو لوړپوړی بست ترلاسه کړم.»

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره په پام کې لري چې د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دولتي بستونو لپاره د کار زده‌کړي یو کلن پروګرام له لارې ۳۰۰۰ افغان شځې وروزي. د یاد پروګرام څخه د روان کال د فبروري میاشتې پورې ۲۷۰۰ ښځې فارغ شوي دي، چې د دغې ډلې څخه د ۸۶۰ څخه زیاتې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوې دي.

اغلې صحرا کریمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان فلم عمومي ریاست رئیسې دخپل وینا په لړ کې فارغ شویو ښځو ته وویل «دا ستاسو مسؤلیت دی چې په زرګونو نورو افغان ښځو ته لاره هواره کړئ چې دولتي دندو کې وګمارل شي.»

په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته لوړه کړي. د روزل شویو او وړتیا‌لرونکو ښځو ګمارنې له لارې به افغانستان د داسي ملکي خدمتونو خاوند شي چې د هیواد وکړو اړتیاوو ته به خورا ځواب ویونکی وي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل پالیسیو کې د ښځو پیاوړتیا څخه ملاتړ ته چې د اقتصادي ودې چټکولو او پایونکې سولې لپاره خورا اغیزمنه پانګونه بلل کیږي لوی لومړیتوب ورکړی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۹ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکټور په مشري اقتصادي وده تضماین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: September 26, 2019

Share This Page