ولسمشر غني د افغانستان د بریښنا ملي شبکې یوه مهمه پروژه پرانیسته

For Immediate Release

Thursday, جنوري 11, 2018

کابل، افغانستان – د روان زیږدیز کال د جنوري په څلورمه ولسمشر غني د بریښنا ملي شبکې سره په رسمي توګه د غزني ولایت نښلولو په موخه رامنځته شوي پرانیست غونډې کې ګډون وکړ. دغه لاسته راوړنه چې د یوې خوا به د بریښنا ملي شبکه پراخوي او له بلې خوا د لمړي ځل لپاره وارداتي بریښنا ته د غزنې ولایت اوسیدونکو لاس‌رسی پراخوي، د افغانستان د بریښنايې زیربنا د ودې په برخه کې د یوې لوی پرمختګ څرګندونه کوي.

د غزنې اوسیدونکي او تشبثونه به په لمړي ګام کې ۱۰ میګاواټه بریښنا ته لاس‌رسی و مومي خو په راتلونکو میاشتو کې به دغه کچه د افغانستان بریښنا شرکت له خوا لوړه شي. د دغه ګام سره په غزنی ولایت کې به د بریښنا کچه څه‌کم دوه برابره شي، او شاوخواه ۷۵۰۰ کورنیو او تشبثونو ته به بریښنا چمتو شي. د ملي شبکې سره نښلیدل به د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې تر ملاتړ لاندې صنعتي پارک په ګډون، چې پخوا به پایونکي بریښنا ته د لاسرسۍ په برخه کې ستونزو سره مخ وو، د محلي خصوصي سکټور سره مرسته وکړي.

د بریښنا د ملي شبکې سره د نښلیدو په پایله کې به په غزنې ولایت کې د بریښنا څخه ګټه اخیستونکي د بریښنا په لګښت کې د لوی ټیټوالی شاهد اوسي. په غزنې کې د تولیدونکي ډیزلي بریښنا بیې (۳۵ – ۴۰ افغانیو) په پرتله د وارداتي بریښنا بیه خورا ټیټه ده. څه‌رنګه چې د ډیزلو بیه د موسم او ځای په بنسټ بدلون مومي نو د ملي شبکې سره نښلیدل به د غزنی ولایت د بریښنا رهایشي او تشبثي ګټه اخیستونکو لپاره د بریښنا بیه خورا باثباته کړي.

د افغانستان بریښنا شرکت د غزنې سب‌ستیشن ودانولو او د ارغندي سب‌ستیشن سره د هغه نښلولو لپاره د ۱۱۱ کیلومترو په اوږدو د بریښنا د لیږد د مځي تیرولو چارې د PTEC پروژې په چوکاټ کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته ترسره کړي. دغې پروژې کې د ورک ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو سب‌ستیشن ودانولو هم ګډون لري، یاد سب‌ستیشن د افغانستان یوې داسي سیمې ته د بریښنا رسولو لپاره چمتو دی چې پخوا یې هیڅکله بریښنا ته لاس‌رسی نه‌درلود.

د افغانستان بریښنا شرکت په یو ستونزمن چاپیریال کې د فعالیت او کار په مهال د مسلحانه شخړو په ترڅ کې د بریښنا د لیږد د مځیو د خرابیدو په ګډون، زیات شمېر ستونزې وزغملې. نو ځکه، د غزنې سب‌ستیشن ته د وارداتي بریښنا رسول د یوې خوا د غزنی خلکو ته یو ښه زیری دی او له بلې خوا د افغانستان بریښنا شرکت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: May 15, 2018

Share This Page