په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د کانونو سکټور کې د خصوصي سکټور د پراخ ګډون څخه د ملاتړ په موخه د خبرو اترو یو پروګرام کوربتوب وکړ

U.S. Embassy Hosts Private Sector Program to Support Greater Participation in the Mining Sector
U.S. Embassy Hosts Private Sector Program to Support Greater Participation in the Mining Sector
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

چهارشنبه, فبروري 7, 2018

کابل، افغانستان – نن، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت کې د افغانستان د کانونو سکټور د سمون ستراتیژیو او د نیو تشبثونو پرانیستلو په اړه د بحث په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت او د خصوصي سکټور د80 تشبثونو د استازو کوربتوب وکړ. په دغې یوې ورځنۍ غونډې کې د کانونو وزارت د سرپرست وزیرې آغلې نرګس نهان په ګډون د افغان حکومت چارواکو، د خصوصي سکټور کمپنیو، نړیوالو شریکو غاړو، او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د سوداګریو نړیوال اتاق چارواکو ګډون درلود. ګډونوالو د کانونو سکټور کې مهمو فرصتونو او خنډونو باندې غور وکه او د افغان حکومت چارواکو سره یې د ګردي میز اغیزمنو بحثونو کې ونډه واخیسته.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس په دې اړه وویل «د امریکا متحده ایالاتو حکومت ژمن دی چې د افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو یو باثباته او سوکاله هیواد شي او خپل ټولو وګړو ته فرصتونه رامنځته کړي .» هغه زیاته کړه «د افغانستان د کانونو سکټور وده د کارموندې او اقتصادي ودې لپاره لوی پوتانسیال رامنځته کوي.»

د خصوصي سکټور اساسي وړاندیزونو او سپارښتنو کې د کانونو په برخه کې د فعالیت جواز او د قراردادونو ویش، د کانونو سکټور لپاره د تشویقي پروګرامونو رامنځته کول، د کورنیو او نړیوالو هغو مشارکتونو څخه ملاتړ چې نویو بازارونو ته لاس‌رسی لري، او د کانونو د استخراج په برخه کې د ناقانونه کړنلارو لرې کولو لپاره عملي ګامونو پورته کول ګډون درلود.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره ژمنه ده چې د افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د اقتصادي ودې هڅولو او د دندو فرصتونو رامنځته کولو په موخه د کانونو سکټور ته په مسؤلانه توګه وده ورکړي. د دغه سکټور د ودې پر وړاندې خنډونه ډیر دي خو د هغو لرې کول ناشونې نه دي. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې مرستې د دغه سکټور حقوقي، قراردادي او تخنیکي ستونزو ته د حل موندلو په موخه ډیزاین شوي ترڅو یاد سکټور کې د خصوصي سکټور ګټورو پانګونو څخه ملاتړ وکړي. د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره په دي وروستیو کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې او د امریکا د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو قوانینو ودې پروګرام سره ملګرتیا پیل کړي ترڅو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سمون اجندا په اړه لارښونې چمتو کړي. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره ژمنه ده چې د افغانستان د منرالو بډایه سرچینو تشبثي ودې څخه ملاتړ وکړي ترڅو افغان ولس ته ګټه ورسوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: February 18, 2020

Share This Page