افغان سوداګرو په ګلفوډ نندارتون کې غوره خوراکي توکي نندارې ته وړاندې کړل

Afghan exporters showcase high-end food at Gulfood Expo
Afghan exporters showcase high-end food at Gulfood Expo
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Wednesday, فبروري 21, 2018

کابل، افغانستان – په روانې اونۍ کې د افغانستان غوره تازه او وچې میوې، او زعفران د نړۍ ګوډ ګوډ څخه پیرودونکو نندارې ته د متحده اماراتو – ډوبۍ نندارتون کې چې د خوړو او مشروباتو لپاره د نړۍ ترټولو لوي نندارتون دی، وړاندې شول.

د اتو پرله‌پسی کلونو راهیسي د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د ګلفوډ نندارتون کې چې د فبروري تر ۲۲مې نېټې دوام مومي، د افغانستان کرنیزو محصولاتو سوداګرو ګډون څخه ملاتړ کوي. سږ‌کال په دغه نندارتون کې ۲۷ افغان سوداګرو د خپل د محصولاتو بازار مودندنې او د پیرودونکو سره د معاملو ترسره کولو لپاره ګډون کړی.

دغه نندارتون د افغانستان غوره خوراکي توکو صادرونکو ته یو مهمه موکه چمتو کوي ترڅو بهرنیو مصرفي مارکیټونو ته لکه ډوبۍ ته چې د سیمه‌ایزو خوراکي توکو لپاره یوه مهمه نړیواله څلور‌لارې بلل کیږي، لاره ومومي.

د کینګ خان کمپنۍ رئیس ښاغلي بلال‌خان د میوې او مغز صادرونکي چې په دغه نندارتون کې یې د دویم ځل لپاره ګډون کړۍ په دې اړه وویل «تیر‌کال د ګلفوډ نندارتون افغان سوداګړو لپاره یوه غوړه موکه وه.» هغه زیاته کړه «تیرکال مي د ۱.۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز قرارداد ترلاسه کړ، او هیله‌مند یم چې سږکال د هغې څخه هم لویه معامله ترسره کړم. دلته افغاني محصولاتو ته لیوالتیا خورا زیاته ده.»

د ګلفوډ نندارتون سږکال«د خپل ۲۳ام کال کې» په ۱ میلیون فوټ مربع ځای کې د خوړو، مشروباتو، خوراکي خدماتو، او میلمه‌پالنې صنعت ۵۰۰۰ سوداګرو لپاره د توکو نندارې ځای چمتو کړی دی. د تیر کال نندارتون په پنځو ورځو کې ۹۷۰۰۰ ننداره کوونکي ځان ته جلب کړي وو.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان ګډون پیل څخه راهیسي د دغې ادارې د ملاتړ لاندې افغاني صادرونکو د لس‌ګونو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت معاملې ترسره کړي دي. تیرکال افغاني سوداګرو د ۷.۱ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱.۵ میلیون کیلوګرامو کرنیزو توګو صادرولو قراردادونه ترلاسه کړل.

کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملاتیر ګنل کیږي. د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي په کرنې او مالدارۍ متکي دي او کرنه د افغانستان د کورنیو تولیداتو ۲۵ سلنه جوړوي.

د افغانستان غرفه د ډوبۍ نړیوال سوداګرۍ مرکز نهم صالون G9-1 او H9-1 میزونو کې موقعیت لري. د افغانستان ننداریزه غرفه د افغانستان کرنې وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معینې آغلې کامله صدیقي پرانیسته.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: April 19, 2018

Share This Page