د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره

Afghan Agricultural Exports Feature at Gulfood 2020
Afghan Agricultural Exports Feature at Gulfood 2020
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

دوشنبه , فبروري 17, 2020

دوبۍ، عربي متحده امارات – شپږ‌ویشت تنه افغان صادرونکي د دوبۍ ګولفوډ په نندارتون کې د فبروري له 16 څخه تر 20 نېټې پورې د تازه او وچې مېوې، مېوو اوبه، زعفرانو، او مساله‌جاتو په شان لوړ‌ ارزښت‌لرونکي افغاني محصولات د نړیوالو پېرودونکو نندارې ته وړاندي کوي. ګولفوډ د خوراکي توکو او میلمه‌پالنې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی کلنی نندارتون دی.  د امریکا نړیواله پراختیایی اداره د تېرو لسو کلونو راهیسې په پرله‌پسې توګه د ګولفوډ په نندارتون کې د افغان کرنیزو تشبثاتو له ګډون څخه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس، پیټر ناتیالو وویل: "د نړۍ په دې ډول مهمو صادراتي بازارونو کې د افغاني محصولاتو د پلور کچې له لوړېدو سره د کروندګرو کورنیو عواید لوړیږي، ښځو او نارینه‌وو ته غوره کاري فرصتونو چمتو کیږي، او د افغان حکومت عواید لوړیږي." نوموړي زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو حکومت د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې د سولې او سوکالۍ په برخه کې د افغانانو د هلوځلو ملاتړ ته ژمن دی."

د روان کال نندارتون کې د ښځو اړوند تشبثات هم خپل محصولات نندارې ته وړاندي کوي او د دغه ستر نندارتون څخه د لیدنې فرصت تر لاسه کوي ترڅو د دوبۍ په څېر مهمو نړیوالو مرکزونو له لارې د خوراکي توکو د صادراتو په اړه خپلو لیدلورو ته پراختیا ورکړي. یاد نندارتون د افغانستان د کیفیت‌لرونکو محصولاتو صادرونکو ته یو ځانګړی فرصت چمتو کوي ترڅو نړیوالو ګټورو بازارونو ته لاره ومومي.

د افغان مومن شرکت مرستیال، امان ګل وویل: " د امریکا له نړیوالې پراختیایي ادارې څخه مننه کوم چې د 2019 کال ګولفوډ په نندارتون کې یې موږ د عربي متحده اماراتو، سویلي اسیا، او ختیځې اروپا له واردونکو سره ونښلولو. په یاد نندارتون کې موږ د شاوخوا څلورو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل. سوداګري یوه له هغو لارو څخه ده چې زموږ د هیواد د سوکالۍ لامل ګرځېدلای شي. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره له موږ سره مرسته کوي ترڅو پر خپلو پښو ودریږو او له فرصتونو څخه ګټه واخلو."

گولفوډ نندارتون په یو میلیون فوټ‌مربع ځای کې ترسره کیږي چې د نړۍ له 152 هیوادونو څخه د 4200 تشبثاتو او له 98000 څخه د زیاتو لیدونکو کوربتوب وړتیا لري. سږکال به د افغانستان محصولات د دوبۍ نړیوال سوداگریز مرکز د نهم تالار په F9 او G9 غرفو کې نندارې ته وړاندي شي.

هغه افغان صادرونکو چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې لخوا یې ملاتړشوی، د 2011 کال راپدې خوا یې د میلیونونو امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي. تېر کال، په یاد نندارتون کې اووه‌ویشت تنو افغان سوداګرو د وچو او تازه مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره د قطعي او احتمالي تړونونو په پایله کې له 113 څخه زیات امریکایي ډالر ترلاسه کړل.

له 2003 ام کال راپدې خوا، د افغانستان کرنیز سکتور د تولید له ساده سیسټمونو څخه د ارزښت کړیو پېچلو تګلارو ته د پام وړ پرمختګ کړی دی. د امریکا نړیوالي پراختیایي ادارې د ملاتړ په پایله کې، افغانستان د بیلابیلو لوړکیفیت‌لرونکو محصولاتو د درلودلو له کبله په لویو  سیمه‌ییزو بازارونو کې ډیر شهرت موندلی دی.

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د 2002 کال راهیسې د افغانستان د پرځان بسیاکېدو کچې د لوړولو په موخه له دې هیواد سره مرسته کړې ترڅو وکولای شي چې د زموږ د ملي امنیت موخو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره په غوره توګه ملګرتیا وکړي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: February 18, 2020

Share This Page