کارځای کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو لري کولو برخه کې د حکومت بریا

For Immediate Release

Sunday, ډسمبر 31, 2017

کابل، افغانستان – په حکومتي ادارو کې د کار کوونکو ښځو د ملاتړ په موخه رامنځته شوې پالیسۍ نن په کابل کې رامنځته شوي کانفرانس کې وارزول شوي. په دغه کانفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۳۶ وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د ۱۵۰ څخه ډیرو چارواکو ګډون کړی وو ترڅو په دولتي کارځای کې د ښځو پر وړاندې د شته خنډونو لري کولو په موخه رامنځته شویو پالیسیو پلي کولو کې د پرمختګ په اړه بحث وکړي.

د کانفرانس ګډونوالو د دي ترڅنګ د شته ستونزو په اړه بحث وکړ او د وړاندیز شویو اصلاحاتو پلي کولو لپاره یې سرچینې وپیژندلي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې پروموټ پروګرام او د ښځو چارو وزارت له خوا یوې ځانګړې ترسره شوې څیړنې د کارځای خنډونه وارزول، دولتي کارځای کې یې د ښځو پر وړاندې ستونزې په ګوته کړي او د هغو هوارولو په موخه یي سپارښتنې چمتو کړي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې سرپرستې آغلې تمرا هلمرست سنچز په دي اړه وویل «د امریکا نړیواله پراختیایي اداره ښځې د افغانستان د حکومت د کاري ځواک د یوې مهمې برخې په توګه پیژني.» هغې زیاته کړه « په اقتصادي ودې، سولې او امنیت برخو کې د ونډې اخیستو په موخه د ښځو لپاره د فرستونو ښه کول هغه څه دي چې ټول خلک یي ملاتړ کولای شي.»

ترسره شوې څیړنې د پالیسیو او زیربناوو په ګډون د کلتوري هغه بڼې و ارزولي چې د ښځینه کارکوونکو هوساینې ته وده ورکوي. یادې څیړنې لاندې ۱۰ برخې د سمون یا اصلاحاتو لپاره د لمړیتوب لروونکو برخو په توګه و پیژندلي:

  • د زورونې قانونونو په ګډون د تقنیني او مقرراتي سمونونو پلي کول
  • د ښځو لپاره د کارموندې پورتلونو او مسلکي ودې مرکزونو رامنځته کول
  • په حکومت کې د ښځو استازیتوب زیاتولو په موخه په حکومتي بستونو کې د ښځو ۳۰ سلنې سهمیې پلي کول
  • د وزارتونو د جندر څانګې پیاوړتیا ترڅو د خپل دندې ترسره کولای وشي او کارکوونکو ته د مسلکي ودې لانور فرصتونه چمتو او د عدالت غوښتنې چارې لا پیاوړې کړي.
  • د عامه پوهاوي او د سلوک بدلون کمپاینونو ترسره کول
  • د وزارتونو او خپلواکو ادارو په رهبري بستونو کې د ښځو شمېر زیاتول
  • په حکومتي بستونو کې د ښځو ګمارنو بهیرونو څارنې لپاره د یوې کمیټې رامنځته کول
  • د مهارتونو د ودې په موخه په دولتي بستونو کې کارکوونکو ښځو ته د روزنو چمتو کول
  • د کارځای آسانتیاوو پراختیا یا ایجادول لکه د ښځو لپاره د ښځو هوساینې او روغتیا آسانتیاوو، د ښځو لپاره د جلا تشنابونو، د امنیتی او مصؤنیتي تسهیلاتو فیزیکي پراختیا
  • دولتي بستونو کې د ښځو لپاره د ځانګړو بستونو تخصیصول

دغه څیړنه د ۲۰۱۷ کال نومبر میاشتې کې یانې په کابل کې د ښځو چارو وزارت له خوا د پالیسیو سمون لپاره د لمړنۍ کانفرانس څخه یو کال وروسته تر سره شوه. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې پروموټ پروګرام کارپوهانو د هغو کلیدي ادارو څخه بیا لیدنه وکړه کومې چې په لمړني رپوټ کې ارزول شوې وي ترڅو رامنځته شویو بدلونونو څخه لیدنه وکړي. چې د ارزونې په پایله کې په یادو ادارو کې د پام‌وړ بدلونونه په سترګو شول. د بیلګې په توګه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ښځو لپاره د کاري چاپیریال ښه کولو په موخه زیربنايي بدلونونه رامنځته کړي وو چې د وړکتون یا نرسری، لمونځ ځای، او طعام خانې لپاره نوي ودانۍ او د شته ودانیو پراختیا په کې ګډون لري.

د ښځو چارو وزارت معینې آخلې سپوژمی وردک وویل چې د څارنیزې ادارې په توګه د ښځو چارو وزارت به په کارځای کې د ښځو پر وړاندې د شته خنډونو لري کولو لړۍ دوام په موخه د افغانستان حکومت وزارتونو او خپلواکو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د پروموټ پروګرام په حکومت کې د ښځو پروژه(WIG) د هغو هڅو یوه برخه ده چې په پام لري چې د افغانستان حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د حکومت په ټولو بنسټونو کې لږترلږه د ۳۰ سلنه ښځینه کارکوونکو درلودو موخه ترلاسه کړي. د دي ترڅنګ د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د افغانستان حکومت سره مرسته کوي ترڅو د ملکي خدمتونو مسلکي بستونو لپاره ۳۰۰۰ ښځې وروزي، دغه هڅې د افغان حکومت وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د کار لپاره لیوالو ښځو ته د روزنو، د کار زده‌کړې او مشاورې فرصتونو رامنځته کول هم رانغاړي. د یادونې وړ ده چې تر دي مهاله په کابل، هرات، بلخ، قندهار او ننګرهار ولایتونو کې د یادې پروژې روزنو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو ۲۵۰۰ ښځینه فارغانو ګډون کړی دی.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.

Last updated: November 28, 2018

Share This Page