Press Release Shim
Speeches Shim
For Immediate Release
کابل، افغانستان – په ۲۰۲۰ام کال کې زیات شمېر نړیوال سوداګریز نندارتونونه د کووید-۱۹ نړیوالې وبا له کبله بند او لغوه شول. په داسې حال کې چې هیوادونه د خپلو پولو بیرته پرانیستلو لړۍ پیل کوي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرونکي چمتوالی نیسي ترڅو یو ځل بیا د دوبۍ ګولفود ۲۰۲۱ نندارتون کې چې په نړۍ کې د خوړو او څښاکو ترټولو ستر نړیوال کلني سوداګریز نندارتون دی، د بهرنیو پېرودونکو لپاره خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي. دغه نندارتون په خپل شپږویشتم کال کې د دوبۍ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د ۸۵ هیوادونو د غرفو کوربهتوب کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د پنځو هغو تشبثاتو په ګډون چې د لمړي ځل لپاره نندارتون کې ګډون کوي د ۲۹ کرنیزو تشبثاتو ملاتړ کوي ترڅو د افغانستان لوړارزښتلرونکې وچې مېوې، زعفران، مغز، مسالهجات، عسل، او مېوو اوبه د ګولفوډ په نندارتون کې چې د روان کال د فبروري له۲۱مې – ۲۵مې نېټې پورې ترسره کیږي، نندارې ته وړاندي کړي.
په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیسې، ډاکټر ټینا ډولي- جونز وویل: "د نړۍ په دې ډول مهمو صادراتي بازارونو کې د افغاني محصولاتو د پلور کچې له لوړېدو سره د کروندګرو کورنیو عواید لوړیږي، ښځو او نارینهوو ته غوره کاري فرصتونو چمتو کیږي، او د افغانستان سوداگریز بیلانس ښهوالی مومي." نوموړې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو حکومت د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې د سولې او سوکالۍ په برخه کې د افغانانو د هلوځلو ملاتړ ته ژمن دی."
سږکال، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې څلور پروګرامونه -- د کرنیزې بازارموندنې پروګرام، د کرنیزې پراختیا سیمه اییز پروګرام- ختیځ زون، د افغانستان د لوړارزښتلرونکو کرنیزو محصولاتو د ارزښت کړۍ پروګرام، او د افغانستان د مالدارۍ محصولاتو د ارزښت کړۍ پروګرام -- په ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان لپاره د ګډون زمینه برابروي. تېرکال، د افغانستان ۲۷ کرنیزو تشبثاتو په یاد نندارتون کې د ۶۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت تړونونه او د راکړېورکړرې سندونه لاسلیک کړې.
اوسمهال دوبۍ د کرونا ویروس پېښو د زیاتوالي سره مخ دی چې له کبله یي پر لویو عامه غونډو محدودیتونه لګول شوي دي. د سوداګریز نندارتون مسؤلینو د لسګونه زره متوقع نندارچیانو لپاره د نندارتون ساحه راکمه کړې او پیادهروونه یې پراخ کړي دي. د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د کرنیزې بازارموندنې پروګرام په ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان غرفه تنظیموي. د یاد پروګرام رئیس ښاغلي تیم برګسټروم وویل: " یقیناً چې سږکال قوانین بدل شوي دي، خو موږ په نندارتون کې خپل ګډون ته لېوال یو،" نوموړي زیاته کړه: "پخوا به زموږ غرفه په یو مؤقتي ودانۍ کې وه خو اوس موږ په اصلي تالار کې د پرتګال، روسیې، او ایټالیا په څېر هیوادونو په څنګ کې یو؛ نو له دې امله تمه لرو چې افغان تشبثات به ډیر نندارچیان او ښه ننداره ولري."
گولفوډ نندارتون به په یو میلیون فوټمربع ځای کې ترسره شي چې د نړۍ له ۱۵۲ هیوادونو څخه د ۴۲۰۰ تشبثاتو او له ۹۸۰۰۰ څخه د زیاتو نندارچیانو د کوربتوب وړتیا به ولري. سږکال به د افغانستان محصولات د دوبۍ نړیوال سوداگریز مرکز د نهم تالار په F9 او G9 غرفو کې نندارې ته وړاندي شي.
له ۲۰۰۳ ام کال راپدې خوا، د افغانستان کرنیز سکتور د تولید له ساده سیسټمونو څخه د ارزښت کړیو پېچلو تګلارو ته د پام وړ پرمختګ کړی دی. د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې ملاتړ سره، په سیمهییزو بازارونو کې د بیلابیلو او لوړکیفیتلرونکو محصولاتو لرونکي هیواد په توګه د افغانستان شهرت ورځ تر بلې په زیاتیدو دی.
د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د 2002 کال راهیسې د افغانستان د پرځان بسیاکېدو کچې د لوړولو په موخه له دې هیواد سره مرسته کړې ترڅو وکولای شي چې زموږ د ملي امنیت موخو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره په غوره توګه ملګرتیا وکړي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګرتیا کوي ترڅو د هیواد د خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لارې حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.
READ MORE
اړونده مطبوعاتي اعلامیې
- د 2020 کال ګولفوډ نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو صادراتي محصولاتو ننداره
- د سوکالۍ په لور: د افغانستان – هند سوداګرۍ نندارتون دریم پړاو د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته پرانیستل شو
- د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان ښځینه متشبثو سره د مرستې په موخه د سوداګرۍ او مدیریت روزنیز مواد خپاره کړل
Last updated: February 18, 2021
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.